د فراه والي او ښاروال له ۱۰۰ سرتېرو او پاڅونوالو سره طالبانو ته تسلیم شوي

په ولسي جرګه کې د فراه استازي همایون شهیدزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت والي مسعود بختور او ښاروال بېګاه له شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو او ولسي پاڅونوالو سره طالبانو ته تسلیم شوي او ورسره هم‌مهاله د ملي اردو دویمه لوا چې له دوو ورځو راهیسې کلابنده وه، د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

تاجکستان له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي. دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول کېږي چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړې لمن پراخه شوې ده.

امنیتي ځواکونو د کلدار ولسوالي له نیولو وروسته، دغې ولسوالي څخه شاتګ کړی

د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې تر پرون مازیګر پورې په بشپړ توګه د دولت تر کنټرول لاندې وه او د بلخ والي فرهاد عظیمي له دغې ولسوالي څخه د بلخ د یوې بلې شورتپې ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان هم اعلان کړ، خو تېره شپه دغه ولسوالي د دولت له کنټرول څخه بهر شوه او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ورڅخه د حیرتان بندر ښار ګوټي ته شا‌تګ کړی دی.