د هرات د پوهنې ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ښوونځيو د پیل او د شته امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د هرات د پوهنې رییس زکریا رحیمي نن په دغه ولایت کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د روانې زمري میاشتې په ۶ نېټه به د زده کوونکو ازموینې پیل شي. خو نوموړی وایي چې روان جګړه‌ییز وضعیت به پر پوهنې بده اغېزه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رحیمي زیاته کړه: «په اوسنیو جنګي شرایطو کې هېڅ پلار دې ته اجازه نه ورکوي چې اولادونه یې ښوونځيو ته لاړ شي. هرات کې یوازې دوه سیمې نارامي دي او پاتې ټولو کې ارامي ده.»

په ورته مهال نوموړی وایي چې اوس مهال د هرات ولایت ۶۰سلنه ښوونځي د طالبانو تر ولکې لاندې دي چې دغې ډلې تر دمګهړۍ پورې پر ښوونځيو کوم راز بندیز نه دي لګولي. د هرات د پوهنې رییس په وینا، د دغه ولایت په ولسوالیو کې ښوونځي د دواړو لوریو د جګړې په منځ کې دي چې کمه برخه یې ویجاړي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت د پوځي شورا د پرېکړې پر بنسټ، له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت د ولسوالیو د بیا نیولو لپاره عملیات پیل شوي او پرون سهار امنیتي ځواکونه په دې بریالي شول چې وروسته له ۱۵ ورځو څخه د هرات کرخ ولسوالي له طالبانو بېرته ونیسي.



په ورته مهال د هرات د والی ویاند د دغه ولایت د ولسوالیو د بېرته نیولو د دوام خبر ورکوي او وایي، هیله لري چې د ولسوالیو د بېرته نیولو بهیر د ښوونځيو د پرانستلو لړۍ له ستونزو سره مخ نه کړي.

د هرات د پوهنې ریاست د مسوولانو د وینا پراساس، تمه ده د روانې اوونۍ د چهارشبنې پر ورځ د زمري په ۶مه د دغه ولایت په ټولو ښوونځیو کې له زده کوونکو څخه ازموینې واخیستل شي او زده کوونکي اړ دي چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم، ښوونځيو ته حاضر شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام