هرات کې یو‌شمېر ښځو نن د «شمامه نجونو» تر نوم لاندې دوه ورځنی هنري او فرهنګي نندارتون پرانسته. د نندارتون جوړونکي وايي، له دغه نندارتون څخه یې موخه د هغو ښځو او نجونو ملاتړ دی چې اړ شوي، خپل مخونه پټ کړي.

فرشته نوري چې دغه نندارتون کې یې خپل یو هنري اثر نندارې ته وړاندې کړی، وايي چې له دې امله یې دغه اثر نندارې ته ايښي، څو وښايي چې یوه ټولنه له ښځې پرته پرمختګ نه‌شي کولای.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

فرشته وايي: «غواړم وښایم چې اوسنی حکومت نه غواړي، د ښځو مخونه ولیدل شي او فکر کوي چې ښځې باید له کورونو څخه راونه وځي، له همدې امله یې دغه طرحه انځور کړه چې نیم مخ یې نه لیدل کېږي. که یوه ښځه په یوې ټولنه کې کار ونشي کړای، هغه ټولنه به هېڅ‌کله پرمختګ ونه کړي.»

په ورته مهال د دغه نندارتون جوړونکي د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې له نجونو د زده‌کړو حق وانخلي او اجازه ورکړي، څو ښوونځي او کار ته وروګرځي.

عزیزه حیدري چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده او دغه نندارتون کې یې خپله د انځورګرۍ یو اثر نندارې ته وړاندې کړی، وايي چې د ښوونځيو له رخصتیو ناهیلې شوې ده.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې وویل: «د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې یم او یوازې یو کال پاتې و چې له ښوونځي فارغه شم. دا چې ښوونځي رخصت دي، ناهیلې شوې یم، که ښوونځي پرانستي وای او له دولسم ټولګي څخه فارغه شوې واې، ښه به و.»

د شمامه نجونو د نندارتون مسوول مرتضی خاوري وايي چې دوی په دغه نندارتون کې د هرات د نجونو شاوخوا ۲۵ هنري او فرهنګي اثار نندارې ته وړاندې شوي، څو وکولای شي چې خپلې غوښتنې د هنر او انځورګرۍ له لارې مسوولانو او نړیوالو ته ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام