د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د «جګړې اوښکې، د سولې مسکا» په نوم د تصویرونو د نندارتون پرانیسته وکړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي رییس سیدضیا دانش وایي چې دغه نندارتون د جګړې او تاوتریخوالي د اړخونو ښودلو او په سوله‌ کې له ژوند سره یې د پرتله کولو په موخه جوړ شوی دی.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه نندارتون به په راتلونکو ورځو کې د مزارشریف ښار له یو‌شمېر سیمو سربېره په شمالي ولایتونو کې هم جوړ شي.

په ورته مهال د دغه نندارتون یو‌شمېر ګډونوال وایي، خلک له جګړې ستړي شوي او په هېواد کې د سولې غوښتونکي دي. د یاد نندارتون دوه ګډونوال عبدالشکور او مبینه وایي، دغه نندارتون د جګړې او تاوتریخوالي د درولو ښکارندويي کوي او مونږ ټول د تلپاتې سولې غوښتونکي یو.

د دوی په وینا، د جګړې له امله ډېری هېوادوالو کلونه کلونه اوښکې تویې کړي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د سولې په راتلو سره مسکا وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د «جګړې اوښکې، د سولې مسکا» د تصویرونو نندارتون په داسې مهال مزارشریف ښار کې جوړېږي چې اوس مهال د بلخ ولایت په ډېری ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام