د هرات ولایت د اوبه ولسوال ضیاالحق نوري په دغې ولسوالي کې د هغو سرتېرو روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، اوس ۴۹ سرتېري د مرګ پر پوله ولاړ دي او که ژرترژره ونه لېږدول شي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

نوري زیاتوي، یوشمېر ټپیان د خپل ژوند بایللو په حال کې دي او یوشمېر نور یې چې برسېرن ټپیان شوي، ټپونه یې خراب شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د وژل شویو امنیتي ځواکونو جسدونه د سره صلیب له لوري لېږدول شوي او په خبره یې، هغه امنیتي ځواکونه چې اوس په دې ولسوالي کې له دښمن سره پر جګړې بوخت دي، خوراکي توکي او تجهیزات نه لري.



ضیاالحق نوري خبرداری ورکوي، که مرستندویه ځواکونه ژرترژره دغې ولسوالي ته ور ونه رسېږي، پاتې سرتېري هم اړ دي چې تسلیم شي یا هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې نن د هغو سرتېرو کورنیو چې په اوبه ولسوالي کې ټپیان دي یا هم د طالبانو له لوري کلابند شوي، د اعتراض په توګه د هرات د ولایت مقام په دروازه کې را ټول شوي وو.

دوی پر حکومت، په تېره امنیتي ادارو نیوکه کوي چې شاوخوا ۱۵۰ سرتېري له درې ورځو راهیسې د اوبه ولسوالي د ملي اردو په کمپ کې د طالبانو له لوري کلابند شوي، خو حکومت یې تر اوسه د ژغورنې لپاره هېڅ نه دي کړي.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د دغه ولایت چارواکي هڅه کوي چې د ټپیان شویو سرتېرو جسدونه له سیمې راوباسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام