د هېواد په لوېدیځ زون کې د جګړو یوشمېر هغه قربانیان چې په جګړو کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال د جګړو له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د کورنیو او میندو په خاطر دې له جګړې او وینې تویېدنې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

دوی چې د هرات، فراه، غور، بادغېس، هلمند او نیمروز اوسېدونکي دي او په هرات ښار کې راټول شوي وو وایي، خلک نور له جګړې ستړي شوي او ښکېل لوري دې اوربند او سوله وکړي.

د افغانستان د قربانیانو بنسټ رییس سلطان‌احمد صابر چې په دې ناسته کې یې خبرې کولې، د سولې په بهیر کې د جګړې د ښکېلو غاړو پر چلن د نیوکې تر څنګ وویل، د جګړې د ښکېلو اړخونو بېلابېل دریځونه له رښتینې سولې سره همغږي نه لري.

نوموړی زیاتوي، معلول وګړي او د قربانیانو کورنۍ د هېواد تر ټولو ځپل شوی پوړ دی او نه غواړي چې نور د جګړې د قربانیانو او معلولو وګړو شمېر زیات شي. هغه پر ښکېلو لوریو غږ وکړ چې جګړه او وینه تویېدنه بس کړي او د سولې لاره ونیسي.

په هرات کې د جګړې د قربانیانو کمېټې رییس محمدقاسم تکاور چې خپله هم د جګړې قرباني دی او دواړه لاسونه یې پرې دي وايي، د جګړې لوري دې تر دې زیات کورنۍ د غم پر ټغر نه کېنوي.

د هغه په خبره، په هېواد کې د جګړې له امله د معلولو وګړو شمېر دومره ډېر شوی چې د نړۍ په بل هېڅ هېواد نشته.

عبدالغني چې د هرات د شینډنډ ولسوالي اوسېدونکی دی وايي، په جګړو کې تر بل هر چا عامو وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي. نوموړی هم له ښکېلو غاړو غواړي چې د جګړې په ختمولو سره د معلولو او د جګړې د قربانیانو زیاتېدو مخه ونیسي.

د جګړې دغه قربانیان ټینګار کوي چې معلولان د سولې سفیران دي او باید د سولې په خبرو کې ګډون ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام