Asset 1SWN

یونیسف د لوګر پوهنې ریاست سره د درسي موادو مرسته کړې

IMG-20231230-WA0006

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د لوګر پوهنې ریاست سره د ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د درسي موادو مرسته کړې.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب نن چهارشنبه سلام‌وطندار ته وویل، دا مرسته د پوهنې وزارت په همغږۍ د یونیسف له لوري د دغه ولایت د ۲۸۹ ښوونځیو د ۴۱ زره او ۸۸۰ زده‌کوونکو لپاره برابره شوې.

د هغه په وینا، دې مرسته کې ۲۰۹۲ کېټه درسي توکي شامل دي چې په هر کېټ کې د شلو زده‌کوونکو لپاره لس قلمه درسي مواد ځای پر ځای شوي او ټاکل شوې له لومړي تر پنځم ټولګي پورې زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

په دغو مرستو سره به ښوونځیو کې د درسي موادو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف له لوري د لوګر د ښوونځیو له زده‌کوونکو سره ورته مرستې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام