د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کابل بادامباغ کې د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۴م نندارتون پرانېستل شو.
د دغه نندارتون په ۲۶۳ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات او د ښځو لاسي صنایع د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي.
په دې نندارتون کې ۵۶ غرفې ښځو ته ځانګړې شوي چې خپل لاسي صنایع او کرنیز محصولات یې نندارې ته ایښي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د نندارتون د پرانېستې پر مهال د کرنې او مالدارۍ سکتور د میکانیزه کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه وویل، افغانستان په ډېرو برخو کې ځانبساینې ته رسېدلی او په ټولو برخو کې د ځانبساینې لپاره هڅې روانې دي.
«سږ کال د افغانستان د خوراکي توکو د خپلواکۍ کال دی، له یو کال راهیسې له نورو هېوادونو واردات نه لرو، د بهرنیو بېکیفیته توکو پر ځای زموږ کورنیو تولیداتو بازار نیولی. په راتلونکو یو تر دوو کلونو کې به په بشپړ ډول د خوراکي توکو په تولید کې ځانبساینې ته ورسېږو او صادرات به هم نورو هېوادونو ته پیل کړو. سږ کال زموږ د هېواد د خصوصي سکتور د ودې کال دی؛ د کرنې وزارت په پوره توان هڅه کوي چې موږ ته پاک او باکیفیته خوراکي توکي تولید او بازار ته وړاندې کړي.»
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مسوولان وایي، د دې نندارتون د جوړېدو موخه د اقتصاد، کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملاتړ دی.
خو له دې سره سره، یو شمېر هغه بزګران چې په دې نندارتون کې برخه لري، د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د بازارونو د پراختیا او د معیاري سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
په اړه یې محمد اسلم وایي: «موږ کار کوو، خو ګټه یې نور وړي، اسلامي امارت باید په دې برخه کې اقدام وکړي. زموږ د انګورو، مڼو او نورو محصولاتو لپاره باید سړې خونې جوړې شي او زموږ د صادراتو ملاتړ وشي.»
ګډونوال د دې نندارتون له جوړېدو هرکلی کوي او دا د خپلو محصولاتو د پېژندنې او پلور لپاره یو ښه فرصت بولي.
له تخار ولایت څخه نازنین او له کابل څخه عایشه چې دغه نندارتون کې غرفې لري، وایي:
«لبنیات مې نندارې ته وړاندې کړي، چکه، مستې، پنیر، کورت، کوچ او شړومې مو نندارې ته ایښي. ډېر خوښ یو چې تل داسې فرصت وي، څو خپل محصولات خلکو ته وروپېژنو او له خلکو سره اړیکه ټینګه کړو.»
«زما محصولات بېلابېل دي، د کور د سینګار توکو څخه نیولې تر ګلدانونو او زیوراتو پورې، هر څومره چې لیدونکي زیات وي، هومره پلور هم زیاتېږي. زموږ هیله دا ده چې هېوادوال راشي، وګوري او ملاتړ وکړي.»
د کرنې، باغدارۍ او مالدارۍ محصولات، پروسس شوي تولیدات، د ښځو لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، زعفران، د اوبو لګولو وسایل، مېوهلرونکي او بېمېوې نیالګي او د لمریزې برښنا د تولید وسایل د مهمو توکو له ډلې څخه دي چې دغه دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.