د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ازبیکستان ته د سفر پرمهال د هغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف سره لیدلي او د سوداګرۍ په برخه کې یې د اسانتیاوو په برابرولو خبرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه د ثور ۲ / اپرېل ۲۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو دغه لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ازبیکستان ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو خبرې کړي.
همدارنګه دواړو لورو افغانستان ته د ازبیکستان د والیانو سفر په تنظیمولو او بلخ ولایت کې د افغانستان تولیداتو لپاره د صادراتو مرکز پر جوړولو هم بحث کړی.
د یادونې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي دوه ورځې وړاندې د صنعت نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ازبیکستان ته سفر کړی دی.