د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبیکستان په بلنه د صنعت نړیوال نندارتون INNOPROM Central Asia کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته سفر کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه نندارتون د صنعت او ټکنالوژۍ پراختیا او د پانګونې په برخه کې د همکاریو په موخه ترسره کیږي.
دغه نندارتون کې به د روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان په شمول د بېلابېلو هېوادونو مسوول چارواکي، پانګهوال او تولیدونکي ګډون ولري.
د یادونې ده چې دغه نندارتون د صنعت، ټکنالوژۍ او پانګهونې په برخه کې له تر ټولو سترو نندارتونونو څخه دی چې له افغانستان څخه هم په کې د مالوچو، ډبرو سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو شاوخوا ۶۰ شرکتونو ګډون کړی دی.