Asset 1SWN

سلام وطندار

ښځینه ډاکټرانې: د ډاکټرانو کمښت له امله اړ یو د شپې په نوبت دنده وکړو

a-female-doctor-working-at-night-min-1024x683

د هېواد په یوشمېر روغتونونو کې مېرمنې وايي چې د ډاکټرانو د کمښت له امله اړ دي چې د شپې له‌خوا هم په نوبتي ډول «شفت‌» کار وکړي. د دوی په وینا، دې چارې ستړیا او ان له شدید رواني فشار سره هم مخ کړي دي.

۲۵ ښځینه ډاکټرې او روغتیايي کارکوونکې چې په دې راپور کې له سلام‌وطندار سره غږېدلي، ۱۵ یې خصوصي روغتون او لس یې، په دولتي روغتونونو کې د شپې له لوري کار کوي. دوی وايي، د امکاناتو له کمښت، امنیتي ستونزو، ستړیا، د معاش کمښت او روحي او رواني فشارونو سره مخ دي.

۲۷کلنه حلیمه چې په یوه روغتون کې د شپې له‌خوا کار کوي، وایي: «د شپې له‌خوا نوکري کول خپلې ستونزې لري، ځینې اسانتیاوې شته او ځینې ستونزې هم. معاش مو کم دی او پر وخت نه راکول کېږي. د شپې له‌خوا خواړه کم وي او د استراحت لپاره مناسب ځای هم نه لرو.»

۳۷کلنه زهره چې په یوه دولتي او خصوصي روغتون کې د شپې شفت ترسره کوي، وایي، د کار تر سختۍ سربېره د امنیتي اندېښنو له امله یې کورنۍ هم تل اندېښمنه وي. «زه د یوې ښځې په توګه د شپې له‌خوا له ډېرو ستونزو سره مخ یم. سره له دې چې بې خوبه یم او کار هم ډېر وي، خو کورنۍ مې د امنیتي وضعیت له امله اندېښنه لري.»

دغه راز ۳۶کلنه مروه ملک‌زاده چې په یوه دولتي روغتون کې د شپې شفت ډاکتره ده، وایي چې د کاري ستونزو ترڅنګ د ټولنیز ملاتړ نشتون او د ځینو کسانو ناوړه چلند هم ورسره موجود دی. «موږ په کاري چاپېریال کې له ګڼو جسمي، رواني او ټولنیزو ستونزو سره مخ یو، بې خوبي، فشار او د امکاناتو کمښت لا هم زما د اندېښنې سبب ګرځي.»

ډاکټرانې وایي چې په ډېرو روغتونونو کې د شپې شفت کارکوونکو لپاره د استراحت مناسب خونې نشته او د لومړنیو اسانتیاوو او طبي تجهیزاتو نشتوالی، د هغوی د کار فشار نور هم زیات کړی دی.

۳۰کلنه سمیرا چې د کابل په یوه خصوصي روغتون «یونیک» کې د شپې له‌خوا کار کوي، وایي چې د روغتون تر تګ راتګ په لاره کې د امنیتي ستونزو له امله څو ځله مجبوره شوې چې له دندې لاس واخلي.
نوموړې زیاتوي: «د شپې په شفت کې له بېلابېلو ستونزو لکه د امنیت نشتون، زیاتې ستړیا، د امکاناتو کمښت سره مخ یم. د پرسونل د کمښت له امله د شپې کار لا زیات فشار لري.»

بل لور ته، ۳۰کلنه بصیره چې د کابل په یوه دولتي روغتون کې کار کوي، وایي، د ټولنې د ځینو دودیزو باورونو له امله مجبوره شوې چې خپله دنده پرېږدي. «د دې لپاره چې ښځه په سمه توګه د شپې شفت کې کار وکړي، حکومت باید د دوی لپاره خوندي ساحه برابره کړي او د اوسېدو منظم ځایونه ورته جوړ کړي.»

دغه ډاکټرانې له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د دوی د وضعیت د ښه کولو لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي.

په همدې حال کې، ۳۶کلنه ناهید چې د کابل په یوه دولتي روغتون کې کار کوي، وایي، خلکو ته د شپې شفت کې د ښځینه ډاکټرانو د کار اهمیت په اړه پوهاوی ورکول، د امنیت تأمین او د لومړنیو امکاناتو برابرول د دوی اساسي اړتیاوې دي.
نوموړې وایي: «هغه ښځې چې د شپې نوکري کوي، هم په کور کې او هم په ټولنه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. له حکومت او نهادونو غواړم چې د ښځینه ډاکټرانو لپاره پوهاوی ورکړي او همدارنګه امنیت، ترانسپورت او نور امکانات برابر کړي.»

یوشمېر ناروغان چې د شپې له‌خوا روغتونونو ته مراجعه کوي وایي، د ښځینه طبي پرسونل کمښت له امله کله ناکله د ناروغانو سمه او پر وخت درملنه نه‌شي کېدای. خو بیا هم هغوی د ښځینه ډاکټرانو د خدمتونو ستاینه کوي.

مریم چې د شپې له‌خوا د رابعه بلخي روغتون ته مراجعه کړې وه، وایي: «زه ناروغه وم، روغتون ته لاړم. د شپې له‌خوا ښځینه ډاکټرانې او نرسانې کمې وې او ټولو ناروغانو ته یې په وخت رسیدګي نه شوه کولای، خو بیا هم له موږ سره یې ډېره مرسته وکړه او ښه خدمت یې وکړ.»

بل‌خوا د روغتونونو ځینې مسوولان وایي چې د شپې شفت ټولو کارکوونکو ته لازم امکانات برابر شوي دي؛ لکه خواړه، د استراحت مناسب ځای، خوندي چاپېریال او طبي وسایل، څو د روغتیايي پرسونل کار په ښه شرایطو کې ترسره شي.

د کابل د انتاني تخصصي روغتون ویاند فریدالله عمري وایي: «په انتاني روغتون کې د شپې شفت لپاره شاوخوا شپیته کارکوونکي وي چې ښځینه او نارینه دواړه پکې شامل دي. دوی ته خواړه ورکول کېږي، د روغتون ځانګړي کالي ورکول کېږي، او ډاکټران هر دوه یا درې ورځې وروسته شفت لري. د استراحت لپاره چپرکټ او بستر هم لري.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وایي چې په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د کاري شرایطو د ښه والي لپاره دوامداره څارنه او هڅې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي چې د روغتونونو د څارنې پروسه روانه ده، څو ډاکټرانو ته معیاري خدمات برابر شي.
نوموړی زیاتوي: «د دې لپاره چې روغتونونه وکولای شي د شپې شفت کارکوونکو ډاکټرانو ته ښه خدمات وړاندې کړي، په خصوصي او دولتي سکټورونو کې، هم په مرکز او هم په ولایتونو کې دوامداره نظارت کېږي، څو معیاري خدمات وړاندې شي. هغه روغتونونه چې د وزارت اصول نه رعایت کوي، یا تړل شوي او یا ترې تعهد اخیستل شوی دی.»

په همدې حال کې، ټولن‌پوهان وایي چې دودیز باورونه، د کاري مناسب فرصتونو نشتون، امنیتي ستونزې، د منظم ترانسپورت نه شتون او د ښځو د شپې کار په اړه د خلکو ناسم پوهاوی د ښځینه نوکریوالو له اساسي ستونزو څخه دي.

ټولن‌پوه شعیب احمدي په دې اړه وایي: «د ښځینه نوکریوالو ستونزې په ټولنه کې له دودیزو باورونو سره تړلې دي. خلک د ښځو د شپې کار مناسب نه ګڼي. د کاري فرصتونو کمښت، د امکاناتو نشتون او د سالمې روزنې نه شتون هم د دې ستونزو سبب ګرځي.»

له بل‌خوا، ارواپوهان د شپې شفت د ښځینه ډاکټرانو پر رواني روغتیا د منفي اغېزو یادونه کوي، خو وایي چې د منظم پلان له لارې یې اغېزې کمېدای شي.

ارواپوهه زحل امیرزاده وایي: «د شپې شفت کار د انسان پر روان ډېر اغېز لري، او په ښځو کې یې اغېز لا زیات وي. دا د هورمونونو، مزاج او تمرکز پر حالت اغېز کوي، خو که منظم پلان جوړ شي، نو کولای شي د ورځې خوب تنظیم کړي او د بې خوبۍ ستونزه تر یوه حده حل کړي.»

په افغانستان کې د شپې له‌خوا روغتیايي خدماتو د اړتیا له زیاتېدو او د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره، ډېرې ښځینه ډاکټرانې په سختو شرایطو کې خپل د شپې شفتونه ترسره کوي. هغوی د ستړیا او ټولنیزو فشارونو ترڅنګ له بېلابېلو ستونزو سره سره خپلو دندو ته دوام ورکوي.

بل لور ته، په ځینو طبي او روغتیايي برخو کې د زده‌کړو محدودیتونو د ښځینه ډاکټرانو د راتلونکي کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي؛ داسې موضوع چې د یوشمېر نړیوالو ادارو په باور ښايي په راتلونکي کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر اوږو لا نور فشار هم زیات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام