Asset 1SWN

د هرات محلي مسوولان: ښځینه ډاکټرانې دې حوزوي روغتون ته لاړې شي

Herat 3

هرات کې د شوې زلزلې له امله د ټپیانو درملنې لپاره دغه ولایت کې له ټولو ښځینه ډاکټرانو غوښتنه شوې چې د یاد ولایت‌، حوزوي روغتون ته ورشي.

له دې وړاندې د هرات حوزوي روغتون دغه ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې یاد روغتون کې له کار کولو منع کړل شوې وې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات حوزوي روغتون کې د شوې زلزلې له کبله وضعیت بېړنی دی او له ټولو ښځینه روغتیايي کارکوونکو غوښتنه شوې چې د ټپیانو درملنې لپاره دغه روغتون ته لاړې شي.

وړاندې د هرات حوزوي روغتون کې یوې روغتیايي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي و چې د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله تراوسه دغه روغتون ۱۸۰ جسدونه او ۵۰۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان او جسدونه د چورلکو په وسیله د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د لېږد چارې لا هم روانې دي.

ملګروملتونو هرات کې د پرون شنبې ورځې «تلې ۱۵مه» شوې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۲۰ کسه ښودلی دی. د هرات محلي مسوولانو هم ویلي چې پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مرستندویه بنسټونو د بېړنۍ مرستو غوښتنه کړې ده. دغه وزارت پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې زنده‌جان ولسوالي کې تر خاورو لاندې د ایسارو کسانو او جسدونو په راایستلو کې دې مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام