Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د زلزلې له امله ۱۵ کسان مړه شوي او ۴۰ ټپیان دي

gasdbdm8_afghanistan-herat-earthquake-afp_625x300_07_October_23

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په لوېدیځ کې د شوې زلزلې له امله ۱۵ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوې دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، نن شنبه د تلې ۱۵مه له سهار راهیسې څلور ځله یادو ولایتونو کې زلزله شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق سلام‌وطندار ته ویلي چې د زلزلې له کبله یوازې په هرات کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

 هغه زیاته کړه چې په بادغیس او فراه کې یو‌شمېر ودانۍ او کورونه نړېدلې او په وینا یې، د ځاني زیانونه په اړه معلومات نه‌لري.

نوموړي وویل: «د سروې لپاره مو ډلې استولي، خو تراوسه معلومه شوې چې د اسد‌الله، وردګي‌ها او سنجاب کليو کې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او پایله کې یې ۱۵ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوې دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان ټينګار کوي چې ټولو رییسانو ته یې لارښوونه کړې چې اړمنو ته مرستې ورسوي.

په ورته مهال دغه وزارت له مرستندویه بنسټونو هم غواړي چې زلزله‌ځپلیو کورنیو ته د مرستې رسونې په برخه کې همکاري وکړي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې اطلاعاتي مرکز د معلوماتوله مخې، دغه زلزله د ۶.۳ رښتر په درجه تر ځمکې لاندې د اووه کیلومټر په ژورتیا سره د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو‌شمېر ایراني رسنیو هم نن راپورورکړی چې دغه زلزلې د ایران مشهد ښار ځینې سیمې هم لړزولې دي. په ورته مهال ترکمنستان، اوزبکستان کې هم د یادې زلزلې ټکانونه محسوس شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام