د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د ګيان ولسوالي په “ږلۍ” کلي کې له پرون مازدیګر را په دې‌خوا  په دوامداره توګه زلزله کېږي چې يو ډول وېرونکی غږ هم ورسره دی.

د عامې روغتيا ریس ډاکټر حکمت‌الله عصمت وایي چې د ګيان اړوند په “ږلۍ” کلي کې په دوامداره توګه ځمکه ښوري او  یو ډول وېروونکی غږ هم اورېدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي رسنیو ته په استول شوي غږېز پيغام کې د حکومت د اړونده برخې له ادارو غوښتنه کړې چې په ګيان ولسوالي کې بېړنۍ جیولوجيکي سروې ته اړتيا ده چې ژر تر ژره باید وشي.

په ورته مهال د ګیان ولسوالي څخه یوې بلې محلي سرچينې سلام‌وطندار ته ویلي چې له پرون مازدیګر راهیسې ۳۰ځله د زلزلې ټکانونه رامنځته شوي چې چاودنې ته ورته غږ هم ورسره و.

سرچينه زياتوي چې د سيمې اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه د زلزلې له وېرې وتلي او په تش ميدان شپه تېروي. د چارواکو په خبره، پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د رامنځته شوې زلزلې له امله د ګيان ولسوالي ۱۰ اوسېدونکي ټپيان شوي هم دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د وروستۍ زلزلې له کبله د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې ځينې هغه کورونه هم نړېدلي چې په تېرو زلزلو کې نيمه تخریب شوي و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام