د هېواد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې چهارشنبې ورځې زلزلې سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړل.

د دې ترڅنګ په دغه زلزله کې په زرګونه کورونه ویجاړ شوي چې له امله یې د زلزله ځپلو سیمو  اوسېدونکي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې د ملاریا، اسهالاتو او نورو ناروغیو خپرېدو  اندېښنې راپیدا کړې دي. په ورته مهال روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې د یادو ناروغیو خپرېدل تاییدوي او ډاډ ورکوي چې د مخنیوي لپاره به یې هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې مسوولان وايي، د پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې د زیانمنو شویو کسانو وضعیت اندېښمنونکی دی او که رسېدنه ورته ونه‌شي، ماشومان، ښځې او لویان به د ژمي په موسم د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د دوی په وینا، زلزله ځپلي له ګڼو ستونزو  سره مخ دي او په دغه زلزله کې یې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. دوی همداراز زیاتوي، هغه کورونه چې له زلزله پاتې د اوسېدو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان هم له دې وړاندې په زلزله ځپلو سیمو کې د ټپیانو او ناروغانو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په زلزله ځپلو سیمو کې د ناروغانو د زخمونو د عفوني کېدو امکانات شته او روغتیايي ډلې هڅې کوي چې دغه ستونزه حل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام