که څه هم سرپرست حکومت او یو‌شمېر هېوادونو په پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو ته د مرستولو رسولو لړۍ پیل کړې، خو د پکتیکا زلزله ځپلې وايي چې لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د پکتیکا د ګیان ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه ورته کافي مرستې نه دي رسېدلي او په ناوړه وضعیت کې دي. د دوی په وینا، زلزلې هر څه ترې اخیستي او بېړنیو خوراکي توکو، سرپناه او درملو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیکا ګیان ولسوالي اوسېدونکي حاجي رسول وویل: «دومره څه نه‌لرو چې څه په‌کې وخورو، هر څه له‌منځه تللي دي. موږ په ازاده فضا کې ژوند کو، یوازې د سر پتګۍ راپاتې. ډېره لویه تباهي شوې ده.»

په همدې حال کې د ګیان ولسوالي یو بل اوسېدونکی احمدولي هم وايي چې یاده ولسوالي کې د خوراکي او خېمو ترڅنګ نورو توکو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.

نوموړي وویل: «د ژوند کولو ټولو اسانتیاو ته اړتیا لرو. تاسې په خپلو سترګو ګوئ چې هره څه مو له‌منځه تللي دي. یو شی هم نه دی راپاتې، پرته له جامو، خېمو، خوراکي توکو او لوښو ته اړتیا ده.»

په ورته مهال زلزله ځپلو ته د مرستولو رسولو او وېش ولایتي کمېټې غړی محمد یاسین سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرې چهارشنبې ورځې زلزلې خلک ډېر ځپلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

محمدیاسین زیاته کړې چې د کورونو ویجاړېدو له کبله خلک اوس په ازاده فضا کې شپې او ورځې تېروي او اړتیا ده چې زلزله ځپلو ته د خېمو سربېره د کور نور وسایل هم ورکړل شي.

پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو لپاره د سرپرست حکومت او د یو‌شمېر بنسټونو له لوري د پراخو مرستو راټولو په لړ کې تراوسه د یو‌شمېر ګاونډیو هېوادونو له لوري زلزله ځپلو ته مرستې رالېږل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هند، ایران، پاکستان، قطر او عربي متحده ایالات هغه هېوادونه دي چې تراوسه یې پکتیکا او خوست کې زلزله سره مرستې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام