نږدې دوه میاشتې کېږي چې کندوز کې سخته جګړه روانه ده او په دې موده کې زرګونه کورنۍ د جګړو له امله د دغه ولایت له ولسوالیو او لرو پرتو سیمو د کندوز ښار ته بېځایه شوي او د دغه ولایت د هوايي ډګر پر سړک د خېمو لاندې شپې او ورځې سبا کوي.
که څه هم په کندوز کې محلي چارواکو او مرستندویه بنسټونو له بېځایه شویو اړمنو سره مرستې کړي، خو په کندوز ښار کې د جګړو له امله د بېځایه شویو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندوز د جګړې له امله د بېځایه شویو په منځ کې د امنیتي ځواکونو داسې کورنۍ هم شته چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او اوس یې کورنۍ په خراب وضعیت کې ژوند کوي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالي اوسېدونکې ۳۵کلنه لیلما چې یوه میاشت وړاندې یې په جګړه کې خپل خاوند له لاسه ورکړی او اوس د کندوز ښار په یوه څنډه کې له خپلو څلورو اولادونو سره یوځای د یوې زړې او شړېدلې خېمې لاندې ژوند کوي.
هغه وایي چې د خاوند له شهیدېدو دوه میاشتې وړاندې یې هم معاش نه و، ترلاسه کړی او اوس هم د دولت له لوري ورسره مرسته نه ده شوې.
هغې وویل: «یوه میاشت کېږي چې له خپلو کوچنیو ماشومانو سره بېځایه شوې یم، چا راسره مرسته نه ده کړې. هره شپه به یې خواړه راوړل نن شپه چا څه نه دي راوړي. له همدغو کوچنیو ماشومانو سره کله وږي او تږي ورځې او شپې تېره وو.»
یوشمېر نور هغه بېځایه شوي چې د کندوز ولایت له څېرمو کلیو څخه ښار ته راغلي، د جګړې په اړه بېلابېلې دردونکې کیسې لري.
دوی د جګړې او د ډزو د غږونو له امله روانې ستونزې پیدا کړي او وایي چې جګړو یې هر څه ترې اخیستي او هېواد کې د ارامۍ او سوکالۍ په هیله دي. دوی زیاتوي چې په دغو خېمو کې هم نه دي خوندي او پرون شپه په یوې خېمه کې یوه مېرمن په مرمۍ ولګېده او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
- د جګړو له امله کونړ کې ۵۰زره کسان بېځایه شوي
- په تېرو دوو اوونیو کې جګړو په کور دننه ۶۰۰۰ کورنۍ بېځایه کړي
- جګړې په میدان وردګ کې ۱۲۰۰ کورنۍ بېځایه کړي
په ورته مهال بي بي ګل چې د جګړو له امله بېځایه شوې، وایي چې لور یې یوه میاشت وړاندې د جګړې له کبله خپل اعصاب له لاسه ورکړي او رواني ستونزې ورته پیدا شوي چې دوی یې اوس په ځنځیرونو تړي. نوموړې زیاتوي چې خاوند یې ړوند دی او زوی یې هم په پښه ګوډ دی چې د خوړلو لپاره وچه ډوډۍ او اوبه هم نه لري.
په همدې کال کې د کندوز د ولایتي شورا رییس یوسف ایوبي وایي، په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د جګړې ښکېل اړخونه باید اوربند ته غاړه کېږدي، څو ملکیان بېرته خپلو مېنو او کورونو ته ستانه شي.
د کندوز د پولیس ویاند انعامالدین رحماني وایي، د کورنیو چارو وزارت له لوري له قانون سره سم د شهید شویو پولیسو کورنیو ته امتیاز ورکول کېږي. هغه وایي د کندوز د پولیسو مشرتابه داسې یو امتیاز او واک نه لري چې د شهیدانو د کورنیو لاس ونیوی وکړي او یا هم له دوی سره مرستې وکړي.
په ورته مهال د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د جګړو له امله د بېځایه شویو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
د کندوز د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو رییس غلامسخي رسولي وایي، د جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو شمېر ۲۰۰۰۰ ته رسېدلی او دغه کورنۍ اوس په ښوونیزو مرکزونو کې مېشت شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه ولایت کې د سروې له لارې ۱۳۰۰۰ کورنۍ چې د جګړو له امله بېځایه شوې وې، د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ثبت کړي او د پاتې نورو بېځایه شویو کورنیو سروې روانه ده.