د کابل ښار یوشمېر هغه ځوانان چې دوه او یا هم درې کاله وړاندې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وایي، د پوهنې وزارت له‌خوا د شهادتنامو د نه ورکولو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي چې د کار پیدا کولو او یا هم تحصیلي بورسونو ته د معرفي کېدو لپاره شهادتنامو ته اړتیا لري، خو د کابل ښار د پوهنې ریاست ته په ورځو ورځو مراجعې سربېره بیا هم نه‌شي کولای خپل دا سند ترلاسه کړي او سرګردانه ګرځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دولسمو ټولګیو فارغان د کابل پوهنې ریاست پر فعالیتونو نیوکه کوي او وايي، دغې ادارې به پخوا په اوونۍ کې ۶ ورځې کار کاوه، خو اوس د اسلامی امارت په راتګ سره، ۳ ورځې نارینه‌‌وو او ۳  ورخې هم ښځو ته ځانګړې شوي چې د عامه خدماتو وړاندې کولو پروسه یې نوره هم سخته کړې ده.

د دوی په وینا، کله چې د پوهنې ریاست ته ورځي د مسوولانو له لوري ورته ویل کېږي چې خپلې شهادتنامې له ښوونځیو ترلاسه کړي، خو کله چې ښوونځیو ته ورشي، بېرته پوهنې ریاست ته لېږل کېږي.

د کابل ښار د ځینو لېسو سرښوونکي چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته تاییدوي چې د دولسم ټولګي هغه فارغان چې درې یا څلور کاله وړاندې فارغ شوي، لاهم نه‌دي توانېدلي خپلې شهادتنامې ترلاسه کړي.

یوه ر ښوونکي وویل، دوی په روان کال کې یوازې د ۱۳۹۷ کال شهادتنامې ترلاسه کړي او فارغانو ته یې ورکړي دي.

د هغه په وینا، اوس وخت کې په انفرادي ډول هم شهادتنامې نه‌ورکول کېږي او دوی سره له دې چې ټول اسناد او د بانک اویزونه د پوهنې ریاست ته تسلیم کړي، خو تراوسه شهادتنامې نه‌دي ورتسلیم شوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «زده‌کوونکو ته ډېره ستونزمنه ده چې په انفرادي توګه یې واخلي، په ریاست کې ګڼه ګوڼه هم ډېره ده. مونږ سرمعلمین هم په تکلیف یو چې په ورځو ورځو ۴ یا ۵ ورځو مو هم کار نه کېږی، د شهادتنامو په خاطر.»

په همدې حال کې د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان وایي، د شهادتنامو د نه‌ورکړې ستونزه له پخواني نظام څخه ور پاتې او تراوسه د تېرو درې ـ څلورو کلونو شهادتنامې نه دي توضیع شوي.

خو ده وویل، هڅه کوي شهادتنامې په تدریجي توګه د هر کال په نوبت سره فارغانو ته ورکړي. د هغه په وینا، په انفرادي ډول د شهادتنامو ورکړه ځکه بنده شوې، چې ځینو کسانو به د بورس په نامه ناوړه استفاده کوله او د نورو شهادتنامو د پروسس مخه یې نیوله.

هغه همدارنګه وویل، یوازې هغه کسان په انفرادي توګه شهادتنامې ترلاسه کولای شي، چې بورس او د لوړو زده‌کړو وزارت مکتوب ځان سره ولري.

هغه وویل: «تر ډېره بریده کوښښ کوو چې کارونه ونه ځنډول شي؛ خو دلته ډېر زیات زرګونه شهادتنامې پاتې. همدا سږ کال د کابل له لېسو څخه ۵۳ زره زده‌کوونکي فارغ شول، نو د دې ټولو جدولونو کتل، سم له ناسم څخه جلاکول او دا ټول کارغواړي، خو کار روان دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په زرګونه شهادتنامې وېشل شوي او اوس هم کار روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام