د کندوز روغتيايي مسوولان وايي، په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ له امله تر ١٧ زيات کسان مړه شوي دي. دکندوز د عامې روغتيا رييس نعمت‌الله ساحل وایي چې په دې موده کې د دې ولسوالي په حوزوي روغتون کې پر شري د اخته ٩١٥ ناروغانودرملنه شوې ده.

د کندوز د عامې روغتيا رييس په وینا، د شري ناروغۍ د زياتوالي له امله د دغه ولايت د حوزوي روغتون يوه برخه چې ٨٠ بستره لري اوپخوا د کورونا ناروغانو ته ځانګړې شوې وه، اوس د شري ناروغانو ته ځانګړې شوې چې  پر شري اخته ٩٠ ناروغان پکې بستر دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، د بې پولې ډاکټرانو سازمان ژمنه کړې چې پر شري اخته ناروغانو په ډېرېدو سره چمتو دي چې د دې روغتون بسترونه زیاتکړي. اوسمهال د کندوز په حوزوي روغتون کې له بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه پر شري اخته ناروغانو درملنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د شري ناروغي زیاته شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان په تېره بیاپه ماشومانو کې د دغې ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي چې د خوارځواکۍ لوړې کچې ته په کتو دا ناروغي د ماشومانو لپاره داندېښنې وړ ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام