د زهره راډیو مسوولانو او کارکوونکو، خبریالانو او د کندوز خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول نن په یوه غونډه کې له دغې راډیو سره د محلي ادارې او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د نه همکارۍ په اړه اندېښنې وښودلې.

د زهره راډیو مسوول محسن احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې یاده راډیو له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په کندوز کې فعالیت کوي او په دې موده کې یې دوه ځله نشراتي وسایل ورک او له منځه تللي دي. د نوموړي په وینا، لومړی ځل په ۲۰۱۴ کې پر کندوز د طالبانو د برید پر مهال یې ټول وسایل ورک شول او بل ځل هم د تېرې میاشتې په ۲۶مه نېټه یې وسایل هغه مهال له منځه ولاړل چې لمونځ‌کوونکو یې پر دفتر ډله‌يير برید وکړ.

هغه زیاتوي، د راډیو د وسایلو له منځه تللو نه یې ۱۸ ورځې تېرېږي، خو د کندوز محلي ادارې او د رسنیو ملاتړو بنسټونو ورسره د نشراتو د بیا پیل په موخه مالي مرسته نه ده کړې.

احمدي وايي، د مالي ستونزو له کبله یې تر اوسه نشرات بېرته نه دي پیل کړي، خو په وینا یې، کارکوونکي یې خپل معاشونه اخلي او تمه لري چې مالي ملاتړ یې وشي.

د زهره راډیو د نشراتو مسوول علي‌سینا خدایار وايي، پر راډیو د خلکو برید ورته ګڼ زیانونه اړولي او سره له دې چې د وسایلو د جوړېدو او د نشراتو د بیا پیل هڅه یې کړې، خو دا چې وسایل یې له کاره لوېدلي وو، ونه توانېدل چې هغه جوړ او بیا نشرات پیل کړي.

د هغه په خبره، ټول همکاران یې خلکو ته د اطلاع‌ رسونې په برخه کې ژمن دي او تمه لري چې د کندوز مسوولان یې لاسنیوی وکړي، څو خپل نشرات بېرته پیل کړي.

بله‌خوا په شمال ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول شهباز صابري وايي، زهره راډیو ته رسېدلی زیان یې ارزولی او راپور یې د کندوز ولایتي ادارې تر څنګ یې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ته هم سپارلی چې لازمه همکاري ورسره وکړي.

د نوموړي په وینا، که د کندوز ولایتي ادارې او د رسنیو ملاتړو بنسټونو ورسره مرسته و نه کړه، د کندوز له رسنیو او خبریالانو سره په همغږۍ به د زهره راډیو د نشراتو پیلولو لپاره چنده ټوله کړي.

د کندوز ولایتي اداره په دې اړه څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې لسګونو لمونځ کوونکو اتلس ورځې وړاندې د فېروزکوهي جومات د ملا امام په لارښوونه پر زهره راډیو ور ننوتل او د یادې راډیو ټول وسایل یې له منځه یووړل. ملا امام او لمونځ کوونکو ادعا کوله چې د دې راډیو نشراتي وسایل د جومات له دستګاه سره نښلول شوي وو او د جمعې لمانځه پر مهال په‌کې سندره غږېدلې، خو د زهره راډیو مسوولانو دا ادعا بې‌بنسټه بللې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام