له افغانستانه د پخواني شوروي د وتلو کلیزه؛ ا.ا: هېڅ لوری دې د افغانانو د ځورولو هڅه نه کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، څرنګه چې «افغانان» د جګړې په ډګر کې بریالي دي، په تفاهم او تعامل کې هم «رښتیني او ژمن» دي او غوره ده چې هېڅ لوری یې د ځورولو هڅه ونه کړي.

اسلامي امارت: هېوادونه دې د افغانستان پروړاندې کرکجن دریځ نه غوره کوي

د اسلامي امارت سرپرست حکومت نن (د تلې پنځلسمه، جمعه) «پر افغانستان د امریکا او ناټو د یرغل یوویشتمې کلیزې» په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه‌دی «او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې له افغان خاورې د کوم هېواد پر وړاندې ناوړه ګټه واخیستل شي.»

د تخار ولایت پر کروندو د ملخانو یرغل

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي کروندګر او د کرنې رییس وایي، ملخانو د دغه ولسوالي پر شنو فصلونو یرغل کړی دی. دوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې درې اوونۍ وړاندې د امو سیند له هغې غاړې له تاجکستان هېواد څخه ملخانو د تخار ولایت د دشت‌قلعه ولسوالي د کروندګرو پر فصلونو یرغل کړی او د کروندګرو غله‌جات او سبزي یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.