د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي کروندګر او د کرنې رییس وایي، ملخانو د دغه ولسوالي پر شنو فصلونو یرغل کړی دی. دوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې درې اوونۍ وړاندې د امو سیند له هغې غاړې له تاجکستان هېواد څخه ملخانو د تخار ولایت د دشت‌قلعه ولسوالي د کروندګرو پر فصلونو یرغل کړی او د کروندګرو غله‌جات او سبزي یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

 دوی د اندېښنې پر څرګندولو سره وایي، که د تخار د کرنې ریاست په دغه ولسوالي کې د ملخانو د مخنیوي لپاره درمل ونه شیندي، دغه ملخان به د دشت‌قلعه ولسوالي ته څېرمه پر نورو ولسواليو هم یرغل وکړي او د کروندګرو شنه فصلونه به له منځه یوسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د دشت‌قلعه ولسوالي د کرنې مدیر امام‌الدین وایي، د ملخانو د یرغل د کمولو لپاره یې د درملو د شیندلو چارې پیل کړي او تراوسه یې ډېر‌ شمېر ملخان له منځه وړي دي. خو د نوموړي په وینا، که کروندګر او مرستندویه بنسټونه له کرنې وزارت سره د درملو د شیندلو او د ملخانو د له منځه وړلو په برخه کې مرسته ونه کړي کروندګر به ډېر زیان وویني.

 د دشت‌قلعه ولسوالي د تخار ولایت په شمال کې د تاجکستان هېواد له فرخار سیمې سره نږدې پوله لري چې په تېرو کلونو کې هم د حیرتانو،آي خانم، کافرقلعه او د انګورباغ پر کلیو، ملخانو یرغل کړی وو چې د کروندګرو فصلونه یې له منځه وړي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام