Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر اوسېدونکي: شخصي درملتونونه په لوړه بیه، خو بې‌کیفیته درمل پلوري

6

د لوګر د مرکز پل‌علم او ځینو لرو پرتو ولسوالیو ناروغان او ناروغ‌لرونکي شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې پل‌علم ښار او د ولسوالیو شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته په‌‌کار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي. په لوګر کې دوه ناروغان بسم‌الله او محمود وایي:

«ډاکټران چې هر ډول درمل راته ولیکي، مجبور یوو چې وایې‌خلو. دغه درمل چې تاسې وینئ، ډاکټر راته لیکلي او ما په درې زره افغانۍ اخیستي دي. دولت ته په‌کار ده چې په بازار کې د درملو نرخونه، تاریخ او کیفیت په بشپړ ډول کنټرول کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«درملتونونه په خپل سر درمل پلوري او خپله نرخونه ورته ټاکي. ما په پاکستان یو پاکټ د زړه ګولۍ په ۵۰ کلدارې اخیستې وې، دوی یې دلته په ۵۰ افغانۍ پلوري. کیفیت بېخي نشته، ډېری سوداګر په درملو کې بور یا جواري اچوي چې ناروغ ته هېڅ ګټه نه رسوي.»

د لوګر په مرکز پل‌علم کې یوه ناروغ‌لرونکي شکرالله بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې په یوشمېر ولسوالیو کې شخصي درملتونونه پر ناروغانو چې ډېری یې بې‌سواده دي، تاریخ‌تېر درمل پلوري. نوموړی وايي، د پخوا په پرتله د درملو کیفیت څو برابره ټیټ شوی او نرخونه یې وروستي حد ته لوړ شوي دي.

هغه زیاتوي: «‎زه په پل‌علم کې کار کوم، درمل شته، نرخونه لوړ دي، کیفیت نه لري. ځيني یې تاریخ نه لري، د ډېری درملتونونو مسوولان پر هغو کسانو چې له لرو پرتو سیمو راغلي وي او یا هم په لیک او لوست نه پوهېږي، تاریخ تېره درمل پرې پلوري.»

بله‌خوا د لوګر د عامې روغتیا رییس سیدالرحمان قادري سلام‌وطندار ته وویل چې د دې ستونزې د حل لپاره یو پلاوی ټاکل شوی او له څرخ ولسوالي وروسته به په مرکز پل‌علم کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړه توګه کنټرول کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی خبرداری ورکوي چې په لوړه بیه د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېره درملو له پلورونکو سره به جدي چلن وشي. هغه زیاتوي: «اوس د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست له کارکوونکو سره په همغږۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د درملو د کیفیت او نرخونو ارزونه روانه ده او د یادې ولسوالي له بشپړېدو وروسته به په مرکز پل‌علم کې د درملو کیفیت، تاریخ او نرخونه وکتل شي او دا ستونزه به په بشپړه توګه هواره شي.»

په لوګر کې داسې مهال د درملو له ټيټ کیفیت او لوړو نرخونو شکایت کېږي چې د دغه ولایت یوشمیر اوسېدونکي وايي، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او ډېری ناروغان ډاکټرانو ته له ورتګ پرته په خپل سر درمل کاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام