په تورخم ښارګوټي کې لسګونه لارۍ چې تازه مېوې او ترکاري په کې بار دي، چلوونکي یې شکایت کوي چې پاکستان هغې غاړې د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنه پر مخ بیایي چې له همدې امله دوی مجبورېږي، د تورخم له دروازې دې غاړه په ورځو ـ ورځو انتظار وکړي.

لارۍ چلوونکي چې له تورخم دروازې د جلال‌اباد لوري ته تر ټول پلازې د خپلو موټرو سره د تګ په تمه ولاړ دي، وایي چې په ځنډ د لاریو د اوښتو له کبله بار کړو میوو او ترکاریو ته لوی زیان اوړي، ځکه پر خپل وخت یې د پېښور او پاکستان نورو سیمو بازارانو ته نه شي رسولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

موټر چلوونکی ملکوک چې له څو ورځې راهیسې یې موټر د اوښتو په تمه ولاړ دی، وویل چې انګور یې بار کړي؛ خو د زیاتې ګڼې ـ ګوڼې له کبله نه شي کولای هغې غاړې ته واوړي.

نوموړی زیاتوي، ستونزه د پاکستان له اړخه ده، ځکه لاریو ته ژر د ورتګ اجازه نه ورکوي چې له امله یې مېوې او ترکاري زیان ویني او بازار کې یې ارزښت کمېږي.

که څه هم پخوا ډېر کله د سوداګرو او لارۍ چلوونکو له خوا نیوکې کېدلې چې تر تورخم د رسېدو پورې ترې لار که په یوه او بل نوم بډې اخیستل کېږي، خو اوس موټر چلوونکي خوښ برېښي او وایي، دغه ستونزه یې اوس هواره شوې ده.

موټر چلوونکی عبدالکبیر وایي، که دوی ته اسانتیاوې زیاتې شي، نو سوداګري به لا نور پرمختګ وکړي او په ډاډه زړه به خپلې چارې ترسره کړي.

نوموړی زیاتوي، تراوسه ترې چا یوه افغانۍ هم نه ده غوښتې، خو تېرکال به یې تورخم دروازې ته نږدې په لاره کې له ۷۰ تر۸۰ زره افغانیو ورکولې. هغه وايي، اوس یوازې قانوني پیسې ورکوي او په یوه او بل نوم ترې څوک پیسې نه اخلي.

د تازه مېوې او ترکارۍ سربېره تورخم دروازې ته نږدې په ګڼ‌شمېر سره د شوکاڼي لارۍ هم ولاړې دي او چلوونکي یې وایي، دوی هم له ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې ژر هغې غاړې ته خپل مالونه انتقال کړي.

تر پخوا اوس له پاکستان سره د افغانستان په سوداګرۍ کې یو څه زیاتوالی راغلی او پاکستان حکومت تازه اعلان کړی چې له افغانستان څخه يې د مېوې په صادراتو کې ۱۷سلنه ګمرکي تعرفه کمه کړې او تمه کېږي چې په دې سره به سوداګرۍ کې نوره هم پراختیا رامنځ ته شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د دې ستونزې د هواري په هکله پاکستاني حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت چارواکو په ولایتونو او مرکز کابل کې له سوداګرو سره په بېلابېلو ناستو کې ویلي چې دوی به له خپله اړخه د کارونو د ښه ترسراوي په موخه، د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه له‌منځه وړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام