Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه څه باندې نیم میلیون را اېستل شوي افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

مسه-qjg1gi1yz3265y9g1i7ram227xu4vb3m893sj2mbuw

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې څه باندې نیم میلیون افغانان چې له پاکستان څخه را اېستل شوي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، ډېری هغه افغانان چې په زوره له پاکستان څخه را اېستل شوي، له هېڅ ډول عاید او اقتصادي ملاتړ څخه ژوند کوي.

دغه پروګرام زیاته کړې چې له پاکستان څخه را ګرځېدونکي کسان د ژوند بیا جوړولو لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له هغې راهیسې چې پاکستان هلته مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ته د وتلو وخت وټاکه، څه باندې ۵۰۰ زره افغانان په یو ډول نه یو ډول له دغه هېواد څخه را اېستل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام