ملګروملتونو له ایرانه راستنېدونکو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر زیاتېدو سره هم‌مهاله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR د بیرته راستنېدونکو ستونزمن وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
دغه سازمان تېره ورځ (شنبه، سرطان ۷مه) یوه راپور کې له ایرانه د بیرته راستنېدونکو افغانانو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د بېړنیو مالي مرستو غوښتنه کړې.
د دغه سازمان په وینا، د جون میاشتېې له ۱۳مې راهیسې د بیرته راستنېدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ یونیسف: افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري

د نومبر ۲۰مه له ۱۹۵۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د مدني ګډون، اړیکو او ملاتړ برخې مشرې سام مورټ له سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې افغانستان او د سوېلي اسیا هېوادونو کې ۱۵ میلیونه ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.