روزګان کې د افغانې سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بې‌وزلي ناچاري زیاته شوې او په وینا یې، اوس ۹۵ سلنه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

روزګان کې د سرې میاشتې ټولنې مسوول ثناوالحق حقاني وايي، دغه ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت جوړ نه دی او که له ژمي مخکې ورسره مرستې ونه شي، ښايي سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه دا خبرې نن جمعه په دغه ولایت کې د سرې مياشتې ټولنې له لوري پر ۵۰۰ کورنیو د خوراکي توکو د وېش پروګرام کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، روزګان کې د خلکو بې‌وزلۍ او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نه لرلو اندېښمن کړي او په‌کار ده چې نړیوال مرستندویه بنسټونه ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.

روزګان کې د افغانې سرې میاشتې مسوول وايي، وچکالۍ، وزګارتیا او وروستیو سېلابونو د روزګان اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د روزګان اوسېدونکي هم د ژمي او سړې هوا را رسېدو ته اندېښمن دي او وايي، وچکالۍ او وزګارتیا سخت ځپلي دي.

د روزګان اوسېدونکي عتیق‌الله او عبیدالله چې د سرې میاشتې ټولنې له لوري یې مرستې هم ترلاسه کړي سلام‌وطندار ته ویلي چې نړیواله ټولنه او حکومت دې د لنډمهاله مرستو پر ځای، دوی ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي، څو پر خپلو پښو ودرېږي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تازه راپور له مخې، افغانستان اوس مخ په ځوړ او سخت اقتصادي حالت سره مخ دی او یوازې بشري مرستې یې ستونزې نه‌شي حل کولای.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام