Asset 1SWN

روزګان کې يوه کس ځان‌وژنه کړې

ترينکوټ څلور لاري

روزګان کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په چنارتو ولسوالي کې یوه کس ځان‌وژنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه بېګاه شپه ۹ بجې د دې ولایت د چنارتو ولسوالي د پاتان سيمې د سربند په نوم کلي کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال سرچینې نه دي ویلي چې دغه کس ولې ځان وژنه کړې، خو زیاته کړې یې ده چې نوموړي ځان ځندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

د روزګان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې لامل یې اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام