Asset 1SWN

د سالنګ تونل کې اورلګېدنه؛ ۲۲ کسان مړه او ۲۵ ټپیان شوي

Salang-11-pzc403t4t90qd443h1ayc8qlw3bcuex9c1kpcrhoy0

د پروان امنیتي مسوولان تاییدوي چې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې له کبله ۴۷ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې ده.

مسوولانو ویلي چې بېګاه د سالنګ په تونل کې دننه یوه ټانکر اور اخیستی او له کبله یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

د پروان د امنیې قومندان عزیزالله عمر سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه ۸:۳۰ بجې د تېلو یو ټانکر موټر له بغلان څخه د کابل پر لور روان و چې د سالنګ تونل کې دننه یو ټانکر له «ټرک» څخه جلا شوی چې پر مهال یې اورلګېدنه رامنځته شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د پروان د امنیې قومندان زیاتوي چې تراوسه دې اورلګېدنه کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېره له دې هم لوړه شي.

د پروان د امنیې قومندان تاییدوي چې په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې ډېری جسدونه د سوځېدو له امله د پېژندنې نه دي.

په ورته وخت کې د عزیزالله عمر زیاتوي چې د تېلو ټانکر د چاودنې له کبله د سالنګ تونل د چت یوه برخه هم نړېدلې ده.

نوموړي همداراز سلام‌وطندار ته وویل چې د سالنګ لویه لاره له دواړو خواوو تړل شوې چې اوس پر دغه لاره په سلګونه بار او مسافر وړونکي موټر ایسار پاتې دي.

بل‌خو د پروان د امنیې قومندان ټينګار وکړ چې د تېلو ټانکر موټر چلوونکی او کلینر یې د پروان د امنیتي ځواکونو په بند کې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پېښې عیني شاهدانو سلام‌وطندار ته ویلي چې تونل کې د ډبرو سکرو دوه بار موټر هم ایسار دي او د اور اخیستنې احتمال یې ډېر دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام