میدانوردګ کې سېلابونو ۲۲ کسان مړه کړي او ۴۰ لادرکه دي
د میدان وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي او ۴۰ نور لادرکه دي. د یاد ریاست خبرپاڼه زیاتوي چې د سېلابونو له امله د کابل-بامیانو لویه لاره هم د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.