Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې سېلابونو ۲۲ کسان مړه کړي او ۴۰ لادرکه دي

IMG-20230723-WA0019

د میدان‌وردګ د والي ویاند وحیدالله سروري وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي او ۴۰ نور لادرکه دي.

سروري زیاتوي چې په دغه سېلابونو کې سلګونه هستوګنیز کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.

بل‌خوا د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سېلابونه تېره شپه د دغه ولایت په جلرېز، نرخ، چک، سیداباد او جغتو ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې د سېلابونو له امله د کابل-بامیانو لویه لاره هم د مسافرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ یادو ولسوالیو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د لومړنیو مرستو ډلې استول شوي او هڅه روانه ده چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنې مرستې وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې د تېرې شپې سېلابونو له امله لسګونه هستوګنیز کورونه، لوې لارې، پلونه، پلچکونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام