Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

IMG-20230722-WA0007

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، بېګاه شپه د سختو اورښتونو وروسته په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریيس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل چې په یادو سېلابونو کې خلکو ته د مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ، لوې لارې او پلونه هم ویجاړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جلالي زیاته کړه چې ډېر ژر به په یادو ولسوالیو کې د اوښتو زیانونو سروې پیل او زیانمنو شویو کورنیو سره به د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې دوه اوونۍ وړاندې هم د میدان‌وردګ په جلرېز، نرخ او جغتو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله شاوخوا ۶۰ کورونه نړول شوي او نږې زر جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام