Asset 1SWN

ننګرهار کې سېلابونه؛ څلور کسان مړه او ۲۵ ټپیان شوي

قلثصق

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد او د دغه ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د بېګاه شپې سختو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د ورښتونو له کبله د دغه ولایت په ګوشتې، کامې، کوزکونړ، کوټ، بټي‌کوټ او یوشمېر نورو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال ادریس ساپي سلام‌وطندار ته وویل، د یادو سېلابونو له امله په کامې ولسوالي کې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي او د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

نوموړي وویل: «د سېلابونو له کبله په کامې کې۲۵ کسان ټپیان دي او څلور نور مړه شوي دي. یو لادرکه دی. شاوخوا سل کورونه هم په‌کې زیانمن شوي، دغه‌راز په نورو بېلابېلو ولسوالیو کې هم خلک زیانمن شوي او ګڼې کرنیزې ځکمې یې ویجاړې شوې دي. موږ عملا سروې پیل کړې او له زیانمنو خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده.»

د کامې ولسوالي د ځوانانو شورا مسوول سبحان‌الله مراد وايي، په دې ولسوالي کې ګڼ‌شمېر هستوګنیز کورونه سېلابونه نړولي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او رسیدلي فصلونه یې لاندې کړي دي.

هغه وویل: «د سېلابونو د زیاتوالي له کبله ګڼ‌شمېر کورونه ویجاړ شوي، د کامې ولسوالي د مختلفو کلیو سلګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې، له بده‌مرغه د تېرې شپې سېلاب خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»

بل‌خوا د سېلاب له امله زیانمن شوي خلک له حکومت او مرسته‌رسوونکو موسسو د مرستې غوښتنه کوي او په وینا یې، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، خلک به له ستونزو سره مخ شي.

د کامې ولسوالي اوسېدونکی صفت‌الله سهار وویل: «زموږ په سیمه کې خلکو ته ګڼ‌شمېر زیانونه اوښتي چې زیاتره یې کروندګرو ته اوښتي، موږ له حکومت او خیریه موسسو څخه غوښتنه کوو چې د خلکو مرسته او لاسنیوی وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سیندونو غاړو ته د استنادي دیوالونو نشتون، د اړوندو ادارو له لوري له وړاندې د خبرتیاوو نه‌ورکول او د هستوګنیزو کورونو د جوړولو پرمهال د سېلابونو د خطراتو له‌منځه وړلو ته نه پاملرنه هغه عوامل بلل کېږي چې د کمو وروښتونو او سېلابونو پرمهال هم خلکو ته درانه زیانونه اړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام