د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې یو سرتېری یې له حزبالله سره په نښتو کې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د اسراییل پوځ نن سهشنبه (اپرېل ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري د لبنان سوېل کې د جګړې پرمهال وژل شوی او ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پوځ په وینا، ټپیان شوي سرتېري د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
که څه هم د اسراییلي سرتېرو د تلفاتو کره شمېر نهدی خپور شوی، خو راپورونه ښيي چې د روانې میاشتې په ترڅ کې د لبنان په نښتو کې د دې هېواد یوشمېر سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.