غزني کې د وخت په تېرېدو او د طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت یوشمېر تاریخي ابدات د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. په دې وروستیو کې د غزني د کلا د دېوال یوه برخه نړېدلې چې دا د دې ولایت له مهمو تاریخي ابداتو څخه ګڼل کېږي.
د دې ترڅنګ، د ولایت یوشمېر نور تاریخي اثار هم د زیان له خطر سره مخ دي. د غزني اوسېدونکی عزیزاحمد وايي: «د غزني تاریخي ابدات په ښه وضعیت کې نهدي، ساتنه یې نه کېږي او هرکال یې ځینې برخې نړېږي. پخوانیو حکومتونو هم هغه مرستې چې د دې کار لپاره ورکړل شوې وې، په سمه توګه نهدي لګولي او ضایع شوې دي. موږ له حکومت او خلکو غوښتنه کوو چې دې موضوع ته جدي پام وکړي.»
د یاد ولایت بل اوسېدونګی سیدنسیم وایي: «ډېر تاریخي ابدات چې په ۲۰۱۳کال کې ترمیم شوي وو، د خراب کیفیت له امله بېرته نړېدلي دي. دولت تېرکال هم ځینې ابدات ترمیم کړل، خو د خلکو کمه همکاري او د طبیعي بارانونو له امله دا اثار ډېر زیانمن کېږي او په ځینو مواردو کې خلک هم ورته زیان رسوي.»
د غزني یوه بله اوسېدونکې، خدیجه، وایي چې تاریخي ابدات د دې ولایت د تاریخ او فرهنګ استازیتوب کوي او د هغوی له منځه تګ د هویت له لاسه ورکولو په معنا دی.
نوموړې زیاتوي: «تاریخي ابدات زموږ تاریخ او فرهنګ راښيي، د دې له منځه تګ معنا دا ده چې موږ د خپل هویت یوه برخه له لاسه ورکوو. اوس ځینې آبدات خراب شوي او بیارغونې ته اړتیا لري، خو لازم پام ورته نه کېږي.»
فرهنګپال هم وایي چې د تاریخي ابداتو د ساتنې په برخه کې بېپامي د دې ولایت فرهنګي هویت ته زیان رسولای شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لیکوال او شاعر عبدالباقي هیلهمن غزنوي وایي: «د خلکو رول ډېر مهم دی، خلک باید خپله برخه واخلي او حکومتونه دې ته متوجه کړي چې د دې آبداتو په ساتنه کې کار وکړي. که بېپامي وشي، دا ارزښتناک آثار چې زموږ د تاریخ او فرهنګ استازیتوب کوي، لهمنځه ځي او راتلونکی نسل به یې له یاد څخه وباسي.»
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې شاوخوا ۱۲ تاریخي ابدات بیارغونې ته اړتیا لري او د زیانمنو ابداتو د ترمیم وړاندیز د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارل شوی دی.
د دغه ریاست مسوولان وایي چې د تخنیکي انجنیرانو لهخوا د پروژو جوړولو کار روان دی او تمه ده چې په راتلونکي کال کې د اړوندو ابداتو بیارغونه پیل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین، مهاجر فراهي وایي چې د هېواد د تاریخي ابداتو ساتنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي زیانمنو ابداتو ته بیارغونه ورکړل شي.
نوموړی وایي: «موږ ژمن یو چې د هېواد تاریخي آثار له تخریب څخه وساتو. په غزني کې لسګونه پروژې د بیارغونې لپاره تر پلان لاندې دي او هغو ابداتو ته به لومړیتوب ورکړل شي چې وضعیت یې ډېر خراب دی. هڅه کوو چې دا فرهنګي میراثونه خوندي پاتې شي.»
غزني د افغانستان له لرغونو ولایتونو څخه دی، چې د ګڼو تاریخي او لرغونو آبداتو د شتون له امله د «ښارونو ناوې» او د اسلامي تمدن د مهمو مرکزونو په نوم پېژندل کېږي.