غزني چې د اسلامي نړۍ د تمدن پلازمېنه ګڼل کېږي، یوشمېر تاریخي اثار او لرغونې سیمې یې بیارغونې ته اړتیا لري.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر حمیدالله نثار وايي، د دغه ولایت یوشمېر تاریخي اثار ترمیم کارۍ ته ضرورت لري. هغه وویل، که چېرې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ومني، راتلونکی کال به د غزني تر لسو پورې لرغونې سیمې او تاریخي اثار بیا ورغول شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، راتلونکی کال په پام کې لري چې د شریف‌خان، خواجه ملک‌یار پرنده مقبرې ترمیم کړي او د جامع جومات بیارغونه او ترمیم او همداراز په اندړ ولسوالي کې د ملا مشک عالم ګنبد او نورې تاریخي مقبرې او ځایونه ترمیم او بیارغوي.

غزني کې فرهنګ‌پالان او فعالان د یو‌شمېر تاریخي اثارو د نړېدو خطر څخه اندېښنه ښيي او وايي، لرغوني اثار د یوې ټولنې د فرهنګ او تاریخ ښکارندويي کوي.

د حضرت حکیم سنايي غزنوي فرهنګي ټولنې مرستیال او لیکوال غلام محمد ضیاروان وايي، اړتیا ده چې د زیانمنو شویو تاریخي اثارو بیارغاونې لپاره د غزني دولتي ادارې اقدام وکړي.

د فرهنګ‌پالانو او فعالانو په وینا، غزني له پخوا راهیسې د لروغوني تمدن زانګو ده. دوی د غزني د لرغونو اثارو عمر له اسلام وړاندې د زردشت او بودا دورې بولي او وايي، دغه ولایت له اسلام وروسته د «غزنویانو، «غوریانو»، «تیموریانو» او «هوتکیانو» دورو یادګار هم لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غزني ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن مرکز په توګه ونومول شو او زیاتره تاریخي سیمې یې بیا ورغول شوې، خو له ۲۰۱۳ کال را وروسته، د ودانیزو توکو ټيټ کیفیته په دلیل د غزني پنځه پخواني برجونه نړېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام