Asset 1SWN

اوچا د بودیجې کمښت له امله افغانستان سره مرستې کمې کړي

FILE — Sacks of flour from a World Food Program convoy are unloaded in Afghanistan on Oct. 27, 2021. The Biden administration on Wednesday, Dec. 22, 2021, took steps to ease the pressure that sanctions on the Taliban are having on Afghanistan as the combination of the pandemic, a severe drought, the loss of foreign aid and frozen currency reserves have left the country’s fragile economy on the brink of collapse. (Victor J. Blue/The New York Times)

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» وايي، افغانستان کې د اړمنو ژوند ژغورلو لپاره د غوښتل شویو درې میلیارد او ۶۰میلیونه ډالرو څخه یې یوازې ۷.۸سلنه ترلاسه کړي.

دغه سازمان پرون چهارشنبه، مې دویمه ویلي، د بودیجې کمښت په دلیل یې افغانستان سره د بشري مرستو کچه کمه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوچا د رپوټ یوه برخه کې ویل شوي: «که غوښتل شوې بودیجه تامین نه‌شي، افغانستان کې به زیانمن کسان په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان او ډېر عمر‌لرونکي له سخت وضعیت سره مخ شي.»

په ورته مهال د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مسوولان افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وویل، نړیوال بنسټونه دې افغانستان کې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه وویل: «اغېزمنو سیمو کې بشردوستانه مرستو دوام کولای شي، اړمنو ته اقتصادي ګټه ولري، خو غوښتنه مو دا ده چې نړیوال بنسټونه دې پر پراختیايي پروژو کار وکړي چې د کار زمینه برابره کړي.»

له دې سره، د اقتصادي مسایلو یوشمېر کارپوهان هېواد کې د لوږې په دلیل د مړینې مخنیوي لپاره د نړیوالو د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وویل: «د حکومت په بدلېدو سره مرستې کمې شوي او پراختیايي پروګرامونه درېدلې دي او هر کال یو میلیون وګړي د افغانستان نفوس کې وراضافه کېږي او یوازینۍ وسیله چې خلکو سره مرسته کولای شي، بشري مرستې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د رپوټ پر اساس، روان ۲۰۲۴ کال کې به شاوخوا ۲۳.۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام