Asset 1SWN

اوچا: د هرات‌زلزله‌‌ځپلیو سره د مرستې لپاره ۹۳،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

F8i0xC2b0AAQ_3_

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې هرات کې د زلزله‌ځپلیو وضعیت ته د رسېدنې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا پر خپله اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې هرات کې د څه باندې ۱۱۴۰۰۰ زیانمنو ته د رسېدنې لپاره ۹۳،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوچا په وینا، په داسې حال کې چې ژمی په رانږدې کېدو دی، د هرات زلزله‌ځپلي سرپناه، ګرمو جامو او خواړو ته بېړنۍ اړتیا لري. دې ادارې زیاته کړې چې یادو زلزله‌ځپلیو ته له ژمي د خوندي‌تابه او روغتیايي خدمتونو رسولو لپاره ۹۳،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې د هرات زلزلې له امله د شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ اغېزمنو کسانو سربېره، سږکال دغه هېواد کې سېلابونو هم ۲۶زره کسان اغېزمن کړې دي.

بل‌خوا د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې هم له نړیوالې ټولنې هرات کې زلزله‌ځپلیو سره د بېړنیو مرستو رسونې لپاره د ۱۴،۴میلیونه ډالرو غوښتنه کړې.

دې ادارې په خپله اېکس شبکه لیکلي: «لویدیځ هرات کې په زرګونو خلک د تیرې اونۍ د زلزلې له امله اغیزمن شوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د UNHCR ټیمونه او شریکان کار کوي، مګر لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده. لکه څنګه چې ژمی را نږدې کیږي، موږ د دې هڅو د زیاتولو لپاره د ۱۴.۴ ملیون ډالرو غوښتنه کړې.»

اوچا دغه راز ویلي چې هرات کې د شوې زلزلې له امله نږدې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي او نږدې دوه زره کسان ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، د هرات په شپږو ولسوالیو کې د شوې زلزله له کبله شاوخوا ۴۳۴۰۰ کسان په مستقیمه توګه اغېزمن شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام