Asset 1SWN

کاپیسا کې د «ندای حقیقت» په نوم راډیو فعالیت پیل کړ

د ندای حقیقت راډیو د امتیاز خاوند سعدالله صالحي وايي، راډیو به یې شپاړلس ساعته نشرات ولري او خبري، کلتوري، اسلامي، ښوونیزې او روغتیايي خپرونې به په‌کې خپرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي، د راډیو پر جوړولو یې شل زره ډالر لګوي او د کابل په شمالي ولایتونو کې به نشرات کوي.

صالحي زیاتوي چې په یاده راډیو کې یې شلو کسانو ته د کار اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

په همدې حال کې د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور رییس کریم‌الله وثیق د دې راډیو د فعالیت پیلولو د هرکلي ترڅنګ وايي، د رسنیو د ستونزو حل او د فعالیت ډېرېدو لپاره هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بله‌خوا د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وايي چې د ندای حقیقت راډیو په فعالېدو سره په کاپیسا کې د تازه جوړو شویو راډیوګانو شمېر درېوو ته ورسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام