په پکتیا ولایت کې د «پکتیا غږ» په نوم د یوې محلي راډيو مسوولان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل نشرات درولي دي. دغې راډیو له تېرو ۱۷ کالو څخه په دغه ولایت کې فعالیت کاوه.

د یادې راډیو مسوول ذبیح الله ایوبي سلام‌وطندار ته ویلي چې مالي او اقتصادي ستونزې یې ډېرې وې او نه یې نشوای کولای چې له دې هاخوا د دغې راډیو رسنیز فعالیتونه پرمخ بوځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یادې خصوصي راډیو له شاوخوا ۱۷ کلونو را پدېخوا د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز ښار څخه نشرات کول او ترڅنګ یې دوه ورځپاڼې یې هم فعالې وې چې اوس د مالي او اقتصادي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلي دي.

په ورته مهال ایوبي وویل چې د راډیو ستونزې یې د رسنیو له ملاتړي بنسټونو سره شریکې کړې وې، خو چا یې د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته نه ده کړې.

 بل‌خوا د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته وویل چې «پکتیا غږ» راډيو د اقتصادي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلې او دوی هڅه کوي چې د یادې راډیو اقتصادي ستونزې حل کړي او بېرته خپل رسنیز فعالیتونه پیل کړي.

اوس مهال په پکتیا کې د ملي راډیو ترڅنګ پنځه خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي. له دې وړاندې روان اف ام، ایمان غږ او اوښتون هغه راډیوګانې وې چې پخوا یې د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو  او د مخکیني حکومت له پرځېدو  راپدېخوا د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو او  د نوي حکومت له لوري د لګول شویو بندیزونو له امله، ګڼ‌شمېر رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

له دې سره هم‌‌مهاله د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په هېواد کې د محلي رسنیو له تړل کېدو سره ګڼ‌شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي چې د ژوند دوام لپاره یې درنو کارونو ته مخه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام