د «خیبر نوښت» راډيو مدیر مسول کيهان محمدزي سلام‌وطندار ته وویل، دغې راډیو له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې لغمان او شاوخوا سیمو کې د ایف‌ایم پر ۹۴،۵ څپه خپرونې کولې چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ګڼو مالي ستونزو سره مخ شوه.

هغه وايي، د څلورو نجونو په ګډون یې ۲۲ کارکوونکي درلودل، چې د منابعو نشتوالي له کبله اړ شول، چې خپل نشرات بند کړي.

کیهان محمدزي وویل، ګڼ کارکوونکي یې د بل کار نشتون له امله بې‌زورګاره او زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې ختيځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر یوسف ظریفي سلام‌وطندار ته وویل، د تېر نظام تر سقوط را وروسته ختیځ زون کې ۶ سیمه‌ییزې راډيوګانې د مالي امکاناتو د نشتون له کبله تړل شوي.

ده زیاته کړه، هغه رسنۍ چې لاهم فعاخیبرلیت کوي ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

یوسف ظریفي وایي، دوی د مالي امکاناتو د برابرولو لپاره له ځينو بنسټونو سره خبرې کړي، خو زیاتوي چې ډېره هیله‌مندي ورته نشته او اندېښنه یې دا ده، که دا حالت دوام وکړي نو یو شمېر نورې رسنۍ به هم وتړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا اوس لغمان کې د ملي راډیو په ګډون شپږ سیمه‌ییزې راډيوګانې فعالې دي، چې پر دې ولایت سربیره یې، یو شمېر نورو سیمو کې هم نشرات اورېدل کېږي.

تر بل هر وخت اوسمهال رسنۍ له ګڼو مالي امکاناتو سره مخ دي، چې د یو شمېر هغو په تړل کېدو سره سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بېکاره شوي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام