Asset 1SWN

پکتیا کې وروستیو اورښتونو کروندګرو ته مالي زیانونه اړولي

۰-۰-۰--

د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د تېرو دوه اوونیو پرله‌پسې اورښتونو له امله په دې ولایت کې ۱۱کرنیز کوچني بندونه، زرګونه متره کانالونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

د پکتیا کرنې ریاست د ترویج عمومي مدیر عزیزالله کریمي وايي، یاد کرنیز بندونه په مرکز ګردېز، احمد‌خېل، میرزکه او زرمت ولسوالیو کې د سېلاب‌راوتو له امله له‌منځه تللي چې سلګونه جریبه کرنیزي ځمکې یې خړوبوالې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل په مرکز ګردېز،احمد‌خېل، زرمت او احمدابا ولسواليو کې د سېلابراوتو له امله ۲۴زره ۱۵۰متره کانالونه او همداشان ۴زره او ۵۰۰ ‌مېوهلرونکې او بې‌مېوې ونې هم له‌منځه تللې دي.

عزیزالله کریمي زیاته کړه چې د مرکز ګردېز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۵۵جریبه کرنیزه ځمکه او کښتونه هم خراب شوي او څه باندې زر جریبه للمي ځمکه هم د سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي.

کریمي دا هم وویل چې دې ولایت کې د اورښتونو له امله مالدارانو ته هم ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. هغه زیاته کړه د مرکز ګردېز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۴۹ څاروي چې غواګانې، اوزې او میږې په‌کې شامل دي، هم له‌منځه تللي.

د پکتیا ځینې اوسېدونکي هم وایي چې په تېرو دوه اوونیو کې پرله‌پسې اورښتونو او سېلابونو راوتو له امله ورته ګڼ مالي زیانونه اوښتي او کرنیزې ځمکې او کښتونه یې تخریبب شوي دي.

د مرکز ګردېز اړوند د سیدانو سیمې یوه اوسېدونکي عبدالخالق وویل چې سیمه کې یې زیاتې ځمکې چې د خوړ پر غاړه وې، د سېلاب راوتو له امله تخریب شوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، پکتيا کې د وروستيو اورښتونو له امله لسګونه کورنه هم نړېدلي او د ماشومانو په ګډون شپږ کسانو ژوند هم په‌کې بايللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام