Asset 1SWN

فاریاب کې له سختې واورې او سړو سره سېلابونه هم راوتلي

faryab 1

د فاریاب محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګرزیوان، بلچراغ او شېرین‌تګاب ولسوالیو کې د سختو واورو اورېدو او سړو سره سره سېلابونه هم راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسدالله وقاص وايي، له نن سهار راهیسې په یادو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي، خو په وینا یې، تر اوسه یې له کبله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه جزیات نه لري.

د فاریاب ولایت په شېرین‌تګاب ولسوالي کې د راغلي سېلاب ویډیو چې سلام‌وطندار ته را رسېدلې، هم ښيي چې په دې ولسوالي کې له ډېرې یخنۍ او واورې سره سره سخت سېلاب هم راوتلی دی.

په همدې حال کې د فاریاب اوسېدونکي هم وايي چې د سېلابونو راوتلو له کبله یې له ځینو کلیو سره د تګ‌راتګ لارې تړل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، یوازې له څو ورځو راهیسې د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۴۵ کسان له سختۍ یخنۍ مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام