د جمهوري نظامي په بدلېدو سره خلکو او او ټلوېزیون پلورونکو اندېښنه لرله چې وسلهوال طالبان به د پخوا په څېر پر ټلوېزیونونو محدوديت ولګوي، خو اوس یې په بازارونو کې پېر او پلور په ازاده توګه کېږي.
په پکتیا کې د ټلوېزیونونو د خرڅلاو بازار تر بل هر وخته ګرم شوی او کورنۍ، په ځانګړي ډول ځوانان ليدل کېږي چې نوي ټلوېزیونونه پېري او زاړه هغه بېرته جوړوي. دغه ځوانان وايي، د کرکېټ نړيوال جام لوبو د کتلو لپاره چې افغانستان هم پهکې ګډون لري، ټلوېزیونونه پېري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتیا اوسېدونکی میرویس چې ګردېز ښار ته د ټلوېزیون پېرلو لپاره راغلی وايي، که څه هم هیلې یې رژېدلې وې، خو پر نړیوال ډګر د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبېدو له کبله یې بېرته تازه شوي او اوس غواړي چې د ملي احساس له مخې، ټلوېزیون وپېري.
د نوموړي په وینا، د کرېکټ پر نړیوال ډګر د افغانستان د ملي بیرغ په رپېدو او د ملي سرود په اورېدو سره یې روح تازه شوی او په زړونو کې یې بېرته د وطن مینه پیدا شوې ده. د ټلوېزیونونو پېرودونکي او ترمیموونکي هم وايي چې په دې ورځو کې تر بل هر وخته بازار تود شوی او ګڼشمېر کسان د ټلوېزیون پېرلو او جوړولو لپاره ورځي.
د پکتیا په ګردېز ښار کې د خراب شویو ټلوېزیونونو جوړوونکی محمداجمل وايي، خلک له وطن سره د مینې له کبله په پور پیسې اخلي او د کرېکټ لوبو د نندارې لپاره پرې ټلوېزیون جوړوي.
یو ټلوېزیون پلورونکی سیدرحیم هم وايي چې د ټلوېزیونونو، کاسو، ريسیور او نورو وسایلو بازار یې ښه شوی او په وینا یې، که مخکې به یې لس کاسې پلورلې، اوس دا شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس خالقيار احمدزی وايي، د ټلوېزیون پر کتلو بنديز نشته او هر څوک کولای شي کور او یا بل ځای کې ټلوېزیون ولري یا یې وګوري.
دا داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او لسګونو هغو یې ان خپل فعالیتونه درولي دي.