Asset 1SWN

اسلامي امارت د خبریالانو د ساتنې میکانیزم نه لري

د افغانستان د ژورنالېسټانو ملي اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولانو ته یې د لیدنو پر مهال د خبریالانو د ساتنې میکانیزم د جوړېدو وړاندیز کړی، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

د نوموړي په وینا، بیا هم هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې اسلامي امارت ته د لازمو ګامونو د اوچتولو قناعت ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر خبریالانو په دې غونډه کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو پر کمزورۍ د نیوکې ترڅنګ وویل، که څه هم له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره مخ کېږي، خو دغه بنسټونه یې قضیې نه څاري او نه هم عدالت غوښتنه ورته کوي.

یو خبریال عالم کبیري او د ښځو حقونو فعاله زهرا محمدي وايي، خبریالان د اسلامي امارت له راتګ وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او یوشمېر هغو یې ان خپلې دندې پريښې دي. د دوی په وینا، طالبانو څو ځله وهلي ټکولي، خو هېچا یې غږ نه دی اورېدلی.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، له خبریالانو او رسنیو سره همکارۍ ته ژمن دي او د هغوی د ساتنې او خوندیتوب لپاره یې یوه کړنلاره هم جوړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د خبریالانو د ژوند او کار وضعیت خراب شوی او طالبانو د خبري پوښښ پر مهال په ځلونو وهلي ټکولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام