اسلامي امارت د خبریالانو د ساتنې میکانیزم نه لري

د افغانستان د ژورنالېسټانو ملي اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولانو ته یې د لیدنو پر مهال د خبریالانو د ساتنې میکانیزم د جوړېدو وړاندیز کړی، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
د نوموړي په وینا، بیا هم هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې اسلامي امارت ته د لازمو ګامونو د اوچتولو قناعت ورکړي.

د پروان ۱۰۰بستریز ملکي روغتون فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوي

پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.

د بادغیس په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو کمرنګه ګډون

په بادغیس کې یوشمېر زده‌کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د ښوونځیو له بیا پرانېستل کېدو راهیسې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو حضور کمرنګه دی.
دوی په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د کمرنګه حضور لامل په درسي ټولګیو کې د ډېری ښوونکو نه حضور، له هېواده د زده‌کوونکو تېښته او د ماشومانو له ښوونې او روزنې څخه د کورنیو زړه‌توري کېدل بولي.

سوېل ختيځ زون کې د جلغوزيو بیه تر نیمايي رالوېدلې

خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونو دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کې د جلغوزيو حاصلات دوه چنده شوي، خو بیه یې تر نیمايي رالوېدلې. ځنګلي سيمو ته پراته خلک وايي، سوداګر ورځي، خو جلغوزي ترې په ډېره ټيټه بیه اخلي. دوی وویل، تېر کال د جلغوزيو قیمتونه لوړ وو، خو سږکال يې په ټيټه بیه پلوري. د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د جلغوزیو کاروباریان وايي، د جلغوزیو بیه رالوېدلې او حکومت باید ورته بازار پیدا کړي.

ایران نن د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه‌ دی

د افغانستان د ګاونډویو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته نن د ایران په پلازمېنې تهران  کې جوړېږي. ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر سیدابراهیم ریسي د دغې ناستې پرانیسته وکړي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش به هم د دغې ناستې په تړاو خپل پیغام ورکړي.