خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونو دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کې د جلغوزيو حاصلات دوه چنده شوي، خو بیه یې تر نیمايي هم رالوېدلي دي. ځنګلي سيمو ته پراته خلک وايي، د جلغوزيو اخيستو لپاره ورته سوداګر ورځي، خو په ډېره ټيټه بیه یې ترې اخلي. دوی وویل، تېر کال د جلغوزيو قیمتونه لوړ وو، خو سږکال يې په ټيټه بیه پلوري.

د پکتيا د اريوب ځاځيو په ولسوالي کې د جلغوزیو کاروباریان وايي، د جلغوزیو بیه رالوېدلې او حکومت باید ورته ملي بازار پیدا او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دوی زیاتوي چې اسلامي امارت باید د جلغوزیو حاصلات چین هند او نورو هېوادونو ته ولېږدوي، ځکه په وینا یې، سږکال د جلغوزیو حاصلات څو برابره زیات شوي او ښه ګټه به ترې ترلاسه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د معلوماتو له مخې، په اټکليزه توګه د پکتيا، پکتيکا، خوست، لغمان او نورو ولايتونو د جلغوزیو حاصلات، ۵۰ زره ټڼو ته رسېږي چې ۷۰ سلنه يې پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونه جوړوي. سوېل ختیځو ولایتونو کې یو‌شمېر سوداګر هم مني چې سږ کال د جلغوزيو بیه نيم په نيمه لوېدلې ده.

په خوست کې د جلغوزيو د ټولنې مرستيال نورګل منګل سلام‌وطندار ته وويل، تېر کال يوه کيلو جلغوزه دوه نيم زره افغانۍ او سږ کال زر او ۱۲سوه افغانۍ پلورل کېږي. هغه وايي، که د جلغوزيو د صادراتو لپاره مارکېټونه برابر شي، د خلکو او سوداګرو په اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.

هغه وویل، «لويه پکتيا کې د افغانستان په کچه لوی مارکېټ لرو، د خوست په دوه سړکه کې، د ټولو ولايتونو جلغوزي راټوليږي، خوست راځي .کم او زيات سږ کال پنځوس زره ټڼه پوره کوي، ديرش يا شل سلنه د نورو ولايتونو وي،  اويا اتيا فيصده جلغوزي د دريو ولايتونو پکتيا، خوست او پکتيکا دي.»

د اسلامي امارت مسوولان وايي، دوی د چين او يو‌شمېر نورو هېوادونو استازیو سره بهر ته د افغانستان د جلغوزیو د صادرولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد مرستيال بلال کريمي وایي چې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادرولو په اړه یې ورسره بحث او خبرې شوې چې په دې برخه کې ځینې پرېکړې هم نیول شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ مرکز هم جوړ شوی، خو د صادارتو د نشتون له امله یې فعالیت په ټپه ولاړ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام