د ننګرهار په اتو ولسوالیو حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو، پچيراګام، هسکه‌مېنه، کوټ، اچین او سپین‌غر ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۱۶۹۰هکټاره ځمکه د جلغوزیو طبعي ځنګلونه اباد دي چې سږ کال یې په حاصالاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني وویل، تېر کال یې ۶۲۷ ټنه جلغوزې ترلاسه کړې وې، خو سږکال به د اټکل له مخې ۷۸۴ ټنه جلغوزې ترلاسه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه یې د زیاتوالي لامل پر کاروباریانو د فني وسایلو وېش، د امنیتي ساحې پراختیا او په خپلسري توګه په دې برخه کې د فعالیت مخنیوی بولي.

نوموړی زیاتوي چې شاوخوا دوه کسانو ته یې د جلغوزیو د شکلو او راټولو لپاره وسایل ورکړي او د دوی لپاره یې ټولنې جوړې کړي او د عامه پوهاوي لپاره یې ورته پروګرامونه هم جوړ کړي دي. هغه وایي، په یوولسو ولسوالیو کې طبعي ځنګلونه شتون لري چې په ۸ هغو کې یې تر ډېره د جلغوزیو دي.

نوموړی زیاتوي، تېر کې د حاصل راټولو پر مهال یوه برخه جلغوزې ضایع کېدلې؛ خو سږ کال دا کچه هم ډېره ټيټه او هڅه کوي د ځنګلونو د پراختیا او ترې د ډېرې ګټې لپاره ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

سوداګر هم خوښ دي چې د ډېرې ګټې لپاره یې د حاصل زیاتوالی مهم دی؛ خو اندېښنه ښيي چې بهر ته د صادراتو په برخه کې شته ننګونې د دوی کاروبار زیانموالی شي.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت باید له ټولو ممکنه لارو کټه واخلي، څو پر خپل وخت نړیوالو بازارنو ته ورسېږي.

سوداګر عبدالله وایي، اوس مهال په هوايي دهلیزونو کې ستونزې شته او که چېرته دغه ستونزې هوارې نه شي، او جلغوزې نړیوالو بازارونو ته ونه رسېږي او ورسره د ځمکې له لارې ګاونډي هېوادونه پرې ټکس اضافه کړي، نو دا د کاروباریانو لپاره ستر سرخوږی دی.

د جلغوزیو ډېره برخه له ولسوالیو جلال‌اباد ښار ته د هغې له غوټو د دانو ویستو په موخه راوړل کېږي چې په کې لسګونه نارینه او ښځینه‌‌وو ته د کار زمینه برابره شوې.

د اقتصادي چارو کارپوهان د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د جلغوزیو د حاصل لوړوالي ته هیله‌مند دي او وایي، که حکومت په په دومداره توګه دې برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې او نړیوالو مارکيټونو ته پر وخت ورسيږي، نو زیات عواید ترلاسه کېدی شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصادي چارو کاروپوه تاج محمد تمکین په ننګرهار کې د جلغوزیو د حاصلاتو ډېروالي ته خوښي څرګندوي او وایي چې دغه حاصلات به د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي. نوموړي له کرنې وزارت څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې هڅې وکړي، څو په راتلونکي کې د جلغوزیو حاصلات لا ډېر شي.

د افغانستان جلغوزې نړیوال شهرت لري او غوښتنې دا دي چې هرڅه ژر باید حکومت هڅه وکړي چې نړیوال بازار ته ورسول شي، ځکه لا هم د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د پروازونو ستونزه په بشپړه توګه نه‌ده حل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام