په ختیځ ولایت ننګرهار کې د چرګانو د خوراک دانې د تولید په موخه د ۱۵میلیونو ډالرو په ارزښت یوې فابریکې تازه په فعالیت پیل وکړ.

د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي شيخ مصري کې د تل پسرلي په نامه د يوه خصوصي شرکت له لوري ياده فابریکه پرانستل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې فابریکې د مسوولانو په وینا، دغه فابریکه په څلورويشت ساعتونو کې د دولس ټنه دانه توليدوي چې په کور دننه له کارونې سربېره به تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادرېږي.

د دې شرکت مسوولان وايي، په دې فابریکه کې پنځه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

 د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د يادې فابريکې په پرانیستلو خوښي وښوده او سوداګرو او پانګوالو ته يې د ملاتړ، امنيت خونديتوب، د سهولتونو رامنځته کولو او ستونزو حل کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

په ورته مهال پانګه‌والو د صنعتي پارک سړک جوړولو، برېښنا، امنيت، سوداګريزو اسانتياو او صنعت پراختيا برخو کې وړانديزونه وکړل چې د ننګرهار والي د حل ډاډ ورکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د چرګانو دانې تولید يو‌شمېر نورې فابریکې هم شته چې توليدات يې بهر ته هم صادرېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام