د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: کابل ښار کې مو تراوسه ۵۹۱۴ سوالګر ټول کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي. همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي ښودل شوي دي.

فاریاب کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شوی

د فاریاب روغتیايي چارواکي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز میمنې ښار کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین پیل کړی دی. د فاریاب د روغتیا رییس له دیني عالمانو غواړي چې د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات ۲۵ سلنه ډېر شوي

د ننګرهار په اتو ولسوالیو حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو، پچيراګام، هسکه‌مېنه، کوټ، اچین او سپین‌غر ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۱۶۹۰هکټاره ځمکه د جلغوزیو طبعي ځنګلونه اباد دي چې سږ کال یې په حاصالاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.